ایکنانیوز له بجنورده راپور راکړ،د ایران د بجنورد ښار د داریوس په کلتوری او هستوګنې کمپلیکس کې داوقافو او خیریه چارو د ادارې له خوا د قرآن کریم دعمومی سیالیو شپږڅلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې د سیالیو له پيلیدا سره په یووخت ددغو سیالیو په یوې برخې ېک د قرآني ،کلتوری او لاسیي صنائعو د محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی دی.
په دغه نندارتون کې د ماشومانو برخه ،د ولایت داوقافو د ادارې د قرآني چارو او وقف شووبریاؤ برخه او د قالیو، څرمنې او ټوکرو په څير د شمالی خراسان د لاسي صنائعو برخه، د بجنوردیانو، او د سیالیو په دغه پړاؤ کې د ګډون کونکو او مینه والو نندارې ته وړاندې شوي دي
د شمالی خراسان ولایت د بجنورد او نورو ولسوالیو اوسیدونکو د سیالیو په هال کې د شتون په وخت او د دعا لوستونکو،آذان کونکو،مداحانو د ډلو ،قاریانو او حافظانو کتونکی د جابنی نندارتون مختلفې برخې کتلی شي .د ماشومانو برخه دکورنیوډیره د پام ورګرځيدلې ده.
یاده دې وی چې د قرآن کریم دعمومي سیالیو شپږڅلویښتم پړاؤ د ایران د خراسان شمالي ولایت په بجنورد ښار کې د لیندۍ له نهمې نیټې تر اتلسمې نیټې پورې او د اوقافو او خیریه چارو د ادارط د قرآني چارو د مرکز په همت سره ترسره کیږي.